سیاست

جمهور رئیس غني: د استخدام د ازموینې شېوه باید شفافه، هدف محوره او ځواب ویونکې وي

کابل باختردتلې د مياشتې  ٦  :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اداري اصلاحاتو عالي شورا نن سهار په ارګ کې غونډه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د پایلو لپاره د وړتیا لوړولو پروګرام (CBR) مسوول ډاکټر نجیب وردګ د یاد پروګرام د تطبیق د پرمختګ په اړه غونډې ته راپور او معلومات ورکړل. هغه وویل، ټولو ادارو د تعدیل شوي طرزالعمل چې موخه یې مشارکت، شفافیت او د استخدام پروسې سرعت دی، هرکلی وکړ. 
ښاغلي وردګ وویل، په تېرو دوو اونیو کې د ۱۲ وزارتونو او ادارو رهبري سره ناستې شوي او د استخدام په برخه کې له وزارتونو او ادارو سره شوې ژمنې به د لېندۍ میاشتې تر پایه بشپړې کړي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل، په وزارتونو او بېلابېلو دولتي ادارو کې د موجوده قراردادي مامورینو ظرفیتونه دې وارزول شي او هغوی دې د پایلو لپاره د وړتیا لوړولو پروګرام (CBR) له لارې جذب او د هغوی کار او معاش دې په پام کې ونیول شي. 
د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د استخدام  په برخه کې اصلاحات ښه ګام وباله او زیاته یې کړه، په  یاده پروسه کې د شفافیت او چټکتیا زیاتوالي سره به د خلکو باور او ملاتړ  نور هم  زیات شي.
په عامه اړیکو او ستراتيژیکو چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار نادر نادري وویل، د استخدام په برخه کې د شفافیت او اصلاحاتو راوستلو موخه د موثریت زیاتوالی دی. هغه زیاته کړه، استخدام پروسه کې د شفافیت او اصلاحاتو تامین د خلکو په رضایت او د خدماتو په وړاندې کولو مستقیم او مثبت اغېز لري.
مسعود احمد توخي د بستونو د شمېر، دندو لایحې او استخدام شېوې په اړه د اداري اصلاحاتو عالي شورا غونډې ته معلومات ورکړل.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د استخدام پروسې په برخه کې د ټولو د هلو ځلو قدرداني وکړه او وې ویل د CBR په برخه کې اوس یو روښانه تصویر لرو. هغه زیاته کړه، د اصلاحاتو په موخه د طرزالعمل تعدیل او تجدید ښه کار دی، خو د استخدام په برخه کې د ازموینې او ارزونې شېوه  هم مهمه ده.
جمهور رئیس وویل، د استخدام د ازموینې شېوه باید شفافه، هدف محوره  او اړتیاو ته ځواب ویونکې وي. هغه زیاته کړه، د استخدام کېدونکو کسانو وړتیاوې باید نورې هم وروزل شي او په مدیریتي ظرفیت زیات تمرکز وشي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د وزارتونو او بېلابېلو ادارو د قراردادي کارکوونکو ظرفیتونه دې په واضح توګه وارزول شي او د موثریت د زیاتوالي په موخه دې د هغوی تحصیل، تجربه او لیدلوری په عمومي توګه په پام کې ونیول شي او د قراردادي کارکوونکو د استخدام لپاره دې پیشنهادي طرحه ترتیب او د اداري اصلاحاتو عالي شورا غونډې ته د بحث لپاره وړاندې شي.
جمهور رئیس وویل، په ادارو کې د ظرفیتونو جذبول باید په عوایدو او مصرف مثبت اغېز ولري.    هغه زیاته کړه، ټولې ادارې مکلفې دي چې د اړتیا پرمهال اړین معلومات د اداري اصلاحاتو عالي شورا په واک کې ورکړي.
محمد اشرف غني وویل، د اداري اصلاحاتو عالي شورا به د وزارتونو د مسوولیتونو او دندو ساحې، کاري اړیکې، همغږي او مدیریتي او تخنیکي برخې واضح کړي. هغه زیاته کړه تشکیل او دندې باید مثبت اړیکې سره ولري.
جمهور رئیس غني وویل، د وړتیا لوړولو پروګرام موخې باید د وزارتونو ظرفیت سره اړیکه ولري او همدارنګه  په وزارتونو کې د معینانو، عمومي رئیسانو او رئیسانو په کچه د دندو لایحه ، صلاحیتونه او مسوولیتونه دې واضح شي.
جمهور رئیس وویل، د اداري اصلاحاتو او استخدام پروسې عمومي معیارونه شفافیت، د ښځو ونډه او د استخدام پروسې سرعت دی. هغه زیاته کړه، پوهنتونونه باید په ورځنیو معیارونو سنبال او اړتیاو ته په پام کدرونه وروزي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته