امنیت

ناټو دکاپيسا د ولايتي شورا د يو غړى نيول تائيدکړل

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ١١ :
ناټو تائيد کړه چې دکاپيسا د ولايتي شورايو غړى له تروريستي ډلو سره د اړيکو لرلو په تور نيولى دى  .
نجيب الله رحيمي دشنبې په شپه دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍکې  د امريکايي عسکرو دځانګړو عملياتو په بهيرکې په خپل کورکې ونيول شو.
ناټو وايي چې دغه سړى په کاپيسا ولايت کې دطالبانو د ډلې په تروريستي بريدونو کې لاس درلود.
داپه داسې حال کې ده چې دناټو دځواکونو له خوا دنجيب الله  رحيمي له نيول کيدو وروسته دتګاب ولسوالۍ په سلګونو تنو اوسيدونکو دکاپيسا د والي د دفترپه وړاندې د يوې غونډې په  جوړولو سره دهغه دخوشې کولو غوښتنه وکړه.
مظاهره کوونکو ادعا کوله: رحيمي د طالبانو له ډلې سره د اړيکو په بهيرکې  دجګړې دپاى ته رسولو او دعادي ژوندانه  ته د خوا بدوکسانو دبېرته ستنولو لپاره  هلې ځلې کولې.
باختراژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دکاپيسا ولايت د ولايتي شورا غړى نجيب الله  رحيمي  د يوې ډلې وسله والو طالبانو د تمويلولو مسووليت په غاړه درلود.
ناټو ويلي دي چې ددغه سړى دنيولو په وخت کې سل پنځوس زره  ډالري چکونه يې ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته