نړۍ

ايران په سوريه کې دامنيت د ټينګښت لپاره له لخضر براهيمي سره مرستي ته چمتو دي

تهران  باختر دوږي  نولسمه
  دايران دبهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي دسوريې په چارو کې دملګروملتو دسازمان او عربو داتحاديې  ځانګړي استازي لخضر براهيمي ته ويلي دي ايران چمتو دى چې په سوريه کې  دامنيت دټينګښت  په لاره کې دده دبرياليتوب  لپاره مرسته وکړي .
  صالحي له لخضر براهيمي سره  دتيلفوني اړيکې په ترڅ کې ويلي دي چې ايران دسوريې دمسئلې  د سوله ئيز او سياسي حل دلاري دموندلو په لټه کې دي .
براهيمي  هم دسوريې  په بدلونونو کې دايران دمثبت رول په ارزښت  باندې ټينګار کړي دي اوويلي يي دي چې سياسي چلندونه په سوريه کې دبحران دحل يواځني لاره ده .
دسوريي په چارو کې دملګروملتو دسازمان اودعربو داتحاديې  ګډ استازي دسلامشورو دپياوړتيا اوپه سوريه کې په  اوسني بحران  دبرياليتوب لپاره دسوله  ئيز حل په لاري دلاسبري لپاره دهڅو ددوام په اړتيا باندې ټينګارکړي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته