– بي بي سي / د وري دمياشتې ٢٤مه
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرخپل ټویټر پاڼه لیکلي، ټول افغانان باید د طالبانو د پسرلنیو بریدونو اعلام وغندي.
نوموړی لیکي، امریکا د حکومت په استازیتوب د طالبانو د پسرلنیو بریدونو اعلام غندي او پر پاکستان او قطر یې غږ کړی چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د طالبانو دا اعلام وغندي.
خلیلزاد وايي، په داسې حال کې چې افغانان د خپلمنځي خبرو لپاره سره راټول شي او ګډ هېواد جوړ کړي، د طالبانو دغه اعلام ښيي چې دوی په تېره تیاره کې بند پاتې دي. نوموړی زیاتوي، ډېر طالب جنګیالي د دوی د ځینو مشرانو په ګډون د دې اعلام مخالفت کوي.
په یوه بل ټویټ کې زلمي خلیلزاد لیکلي، طالبانو په دې اعلام سره وښودله چې دوی د افغانانو د غوښتنو خلاف دي او د زیاتو جګړییزو بریدونو اعلانول د سولې له هلو ځلو سره مرسته نه کوي.
نوموړی وايي: د طالبانو دا اعلام بې مانا او بې مسؤولیته ګام دی.
هغه زیاتوي چې دا بریدونه به نوره مرګ ژوبله رامنځ ته او د سولې هلې ځلې به له ستونزو سره مخ کړي.
پاى ذکرالله