امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  اته ويشتمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان دکندز ولايت په قلعه ذال  ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول
دامنيتي ځواکونو اودوسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې دقلعه ذال ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه سيمه ئيز  قوماندان ملا منصور په ګډون دشپږ تنو وسله والو طالبانو په  وژل کيدوسربيره  درې تنه نور طالبان ټپيان شوي دي .
دکندز دوالي وياند محمود دانش دباختر  اژانس خبريال ته وويل :جګړه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو په قلعه ذال  ولسوالۍ کې په يوې امنيتي پوستې او داقينې ښار په شاوخوا ساحو وسله وال بريدونه وکړل .
دوالي  وياند زياته کړه چې دوسله والو طالبانو بريدونه  په شاتمبول  شوي دي او امنيتي ځواکونو ته دسرزيان نه دى اوښتي دغه راز دطالبانو داحتمالي تحرکاتو دمخنيوي په خاطر اضافي ځواکونه ساحې ته رسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته