ټولنه

دقرانکريم دښه تلاوت سيالۍ ترسره شوې

کابل – باختر دلړم يو ويشتمه:
په بغلان ولايت کې دقران عظيم الشان درې تنه قاريان دقران عظيم الشان دښه تلاوت په سيالۍ کې ګټوونکي وپيژندل شول.
دغه سيالۍ په پلخمري ښارکې دتقوا مدرسې له خوا ترسره شوې دي. دبغلان ولايت دپوهنې رياست د دينى علومو مرستيال مولوي نقيب الله سجادي باختر آژانس ته وويل: په دغو سياليوکې دقران عظيم الشان ديرشو تنو قاريانو ګډون کړي و چې په نتيجه کې يې قاري محمد معصوم لومړۍ، قاري سيد حبيب دويم او قاري احمد الله دريم مقام وګاته .
ده دقران عظيم الشان دښه تلاوت دسياليو دترسره کولو هدف دقاريانو د استعدادونو  وده او ديني او مذهبي مسئلوته دځوانانو هڅوي وبلل.
په پاى کې هغه سوغاتونه چې ده تقوا د ديني مدرسې له خوا برابرشوې وو؛ په ګټوونکو وويشل شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته