ورزش

د فوټبال د بي ګروپ سيالۍ دوام مومي

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٥
په کابل کې دفوټبال د بي ګروپ سيالۍ نن په دريو لوبو سره دوام مومي.
د کابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې دځوانان پيروزي ټيم د پيام له ټيم سره د بريښنا شرکت ټيم د شيوا له ټيم سره او د شمال د يارانو ټيم د سباوون له ټيم سره لوبه کوي.
د قيومي  د څرګندونو له مخې: د فوټبال د بي ګروپ سيالۍ په کابل کې د ديرشو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي او هره ورځ په دريو لوبو سره دوام مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته