خبرونهاقتصادټولنه

په خوست کې د بار وړونکو موټرو د وزن کنټرول تله جوړه شوه

کابل، د مرغومې ۶مه، باختر

د خوست په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ۴.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د بار وړونکو موټرو د وزن کنټرول جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې د خوست مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت وویل، دغه تله اړتیا ته په کتو د لویو بار وړونکو موټرو وزن کنترول په موخه په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې جوړه شوې چې په دې سره به  د لویو بار وړونکو موټرو وزن کنترول او دغه ولایت ته به غځېدلی عمومي سړک د تخریب او زیان مخنيوی وشي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې په یاده تله باندې شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د تلې تر څنګ د یادې ساحې همواري او اداري ودانۍ جوړول هم شامل دي.

نوموړي د ټولګټو چارو ریاست مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې ټولو بار وړونکو موټرو وزن کنترول او سرغړونکو سره جدي قانوني چلند وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته