خبرونهفرهنګTOP

په لوګر کې د سیمه ییز موزیم د آثارو د ترمیم چارې د مسلکي غړو لخوا پیل شوې

کابل، د مرغومي ۲۷مه، باختر

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت اړوند د سیمه ییز موزیم د تاریخي آثارو د ترمیم چارې د ملي موزیم مسلکي غړو لخوا پیل شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي موزیم د کوشانیانو دورې مدیر محمد سالم رحماني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په تېرو څو ورځو کې یې د خپلو مسلکي همکارانو پر مټ د لوګر سیمه ییز موزیم اړوند ۲۰ قلمه تاریخي اثار ترمیم، وقایه او  پاک کاري سربېره د افغانستان ملي موزیم د آثارو په لېست کې ثبت او سجل کړي دي.

رحماني وویل، چې د لوګر سیمه ییز موزیم کې د مختلفو دورو کوشاني، دویم میلادي پیړۍ، اسلامي، اتنو ګرافي او د معاصرې دورې تاریخي اثار موجود دي، چې یاد اثارو کې سفالي (ټیکر)، سنګي( تیږې) او فلزي اثارو شتون لري، چې اکثره يې تر پاک کارۍ، ترمیم او وقایې لاندې دي.

په ورته مهال د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریئس رفیع الله صمیم وویل، چې د یادو اثارو له ترمیم څخه موخه د تاریخي اثارو ساتنه، ثبت او تاریخي مخینې په ګوته کول دي.

دغه راز د اطلاعاتو او کلتور ریاست د موزیم مدیر محمد امین ناصري وویل، چې اوسمهال په یاد موزیم کې ۵۰ قلمه آثار او ۸۰ قلمه لاسي صنایع او توکي شتون لري، چې د دوی د هلو ځلو پایله کې په وړیا ډول د دې ولایت د فرهنګ دوسته ولسونو لخوا یادې ادارې ته سپارل شوی دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته