خبرونهاقتصاد

د اسلام قلعه – دوغارون لاره پرانستل شوه

– کابل / د کب ٢مه / باختر
د افغانستان اوايران ترمنځ د اسلام قلعه- دوغارون بندر له ٦ ورځو وروسته د دواړو هېوادونو د سوداګري کاروانونو پرمخ پرانستل شو.
دغه بندر په اسلام قلعه کې له اورلګېدنې وروسته د دواړو هېوادونو د سوداګري مالونو پرمخ تړل شوي و.
د هرات د اسلام قلعه د ګمرک مسوولين وايي چې د بندر په بيا پاکولواو د هغه د اداري اومالياتي برخو په احيا کولوسره دغه ګمرک نن سهار د تجارتي کاروانونو پرمخ پرانستل شو.
تېره اوونۍ د اسلام قلعه په ګمرک کې د اورلګېدنې له امله د نفتي توکو په سلګونو ټانکرونو او تجارتي مالونو موټرونه وسوځېدل .
د دغه اور پراخ والي دومره و چې د ګمرک تاسيساتو ته هم جدي زيان واړاوه.
د ايران په پوله کې د هرات د اسلام قلعه ګمرک يومسوول باختراژانس ته وويل چې دوى په دغه بندر کې خپل فعاليتونه نن بيا پيل کړل .
د اسلام قلعه په ګمرک کې د اور لګېدل او د هغه تړل کېدل د افغانستان په بازارونوکې د سوند اوخوراکي توکو د بيو د زياتوالي له علتونو څخه شمېرل کېږي.
د هېواد په لويو لارو کې د پيسو د اخستنې په غبرګون کې د افغانستان د ترانسپورتي شرکتونو اعتراض او په مزارشريف کې د تښتول شوى ماشوم عبدالرووف د نه خلاصون په اعتراض کې د اقينې او د حيرتانو په بندرونوکې د موټرو د خاوندانوکار بنديز د اسلام قلعه په ګمرک کې د اورلګېدنې تر څنګ په هېواد کې د خوراکي اوسوند توکو د بيو د لوړېدو له اصلي علتونو څخه شمېرل کېږي.
د هېواد خلک د دغو ستونزو په لرې کېدو سره هېله لري په هېواد کې د خوراکي او سوند توکوبيې کمښت ومومي .
افغانستان د سوند اوخوراکي توکو له پلوه يو لګښتي هېواد دى او د خپلوخلکو زياتې اړتياوې له بهر څخه تامينوي.
ختم_ ج_ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته