امنیت

په لسګونو بوتله الکولي مشروبات په بلخ کې ضبط شول

کابل/ د غويي٧ مه / باختر
د بلخ پوليسو په دغه ولايت کې په لسګونو بوتله بهرني الکولي مشروبات کشف او ضبط کړل.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل باخترآژانس ته وويل؛ د دغې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د مديريت منسوبانو د دغه ولايت د ملي امنيت رياست په همکارۍ١٥٠ بوتله بهرني الکولي مشروبات چې د يو فلاينکوچ موټر په واسطه سمنګانو ته لزږدول کېدل د حيرتانو د لوې لارې په تګلوري کې کشف اوضبط شول.
د بلخ پوليسو يوتن د يادو الکولي مشروباتو د لېږدولو په تړاو نيولى دى.
پاى\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته