نړۍ

عربي هېوادونو بيت المقدس ته دامريکا دسفارت دليږدونې په باب دبيا کتنې غوښتنه وکړه

کابل باختردليندۍ دمياشتې٢٠  نيټه  :
دعربي هېوادونو دبهرنيو  چارو وزيرانو  دامريکا له  جمهور رئيس  دونالد ترامپ څخه وغوښتل چې داسرائيلو دپايتخت  په توګه دبيت المقدس دپه رسميت پيژندنې په باب په خپل تصميم بيا کتنه وکړي.
باخترآژانس دامريکا غږ له خولې خبر راکړ ؛   دعربو داتحاديې دبهرنيو چارو  وزيرانو په قاهره کې  دشنبې دورځې  په غونډه کې دغه راز ديوه پريکړه ليک په صادرولو سره دملګروملتو  دسازمان له امنيت شورا څخه  غوښتنه وکړه چې ددونالد ترامپ وروستى تصميم وغندي.
دغه راز  په همدې  حال کې  دعربو داتحاديې  عمومي منشي احمدابو لغيث ټينګار وکړ  چې دعربو  دسولې نوښت به په خپل قوت پاتې شي.
دعربو هيوادونو دبهرنيو  چارو وزيرانو په پريکړه ليک کې دامريکا پرخلاف هېڅ راز غچ اخيستوونکى حرکت شتون نلري خو ټينګار کوي چې داسرائيلو دپايتخت په توګه  دبيت المقدس دپه رسميت پيژندنې په باب ددونالدترامپ تصميم دمنځني ختيځ دسولې په بهيرکې  دمنځګړيتوب په توګه دامريکا رول له منځه وړى دى.
دعربو داتحاديې دبهرنيو چارو وزيرانو له ښاغلي ترامپ  څخه غوښتي  دي چې دخپل دغه تصميم په باب بيا کتنه وکړي .
دامريکا کانګرس  په ١٩٩٥ ميلادي کال کې بيت المقدس  ته دامريکا دسفارت  ليږدونه تصويب کړه خو ددغه هېواد پخوانيو جمهورو  رئيسانو عملي نه کړه  او له هرو شپږو مياشتو  وروسته يې  دکانګرس دمصوبې داجراکولو  ځنډول لاسليک کړل.
ښاغلي ترامپ هم يوځل دغه  شپږمياشتني ځنډونه  لاسليک کړه او دغه مهلت
ددوشنبې په ورځ  پاى ته ورسيد .
دونالدترامپ دتيرکال له انتخاباتي مبارزو په دوران کې  ژمنه کړې وه  چې دبرياليتوب په صورت کې دامريکا سفارت بيت المقدس ته ليږدوي .
ده دتيرې  چهارشنبې په ورځ دخپلې وينا له پاى ته رسولو وروسته بيت المقدس  ته دامريکا دسفارت دليږدونې امر لاسليک کړ.   پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته