سیاست

جمهور رئیس غني د آسترالیا له سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د انکشافي مرستو له مسوول سره وکتل

کابل باختر د غبرګولي  شپاړلسمه
د افغانستان د اسلامي  جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په کابل کې د آسترالیا له سفیر متیو اندرسن او د افغانستان لپاره د آسترالیا د انکشافي مرستو له مسوول سکات کلیهیر سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او له افغانستان سره د آسترالیا د مرستو د دوام په باب بحث او خبرې وکړې.
سکات کلیهیر دې ته په اشارې سره چې افغانستان به د هغو څلورو هېوادونو په جمله کې پاتې شي چې د آسترالیا سترې مرستې ترلاسه کوي، وویل چې د افغانستان په اړه یې د هېواد ژمنه دوام لري او د درېو کلونو لپاره به هرکال آسترالیا له افغانستان سره سل میلیونه ډالره مرسته وکړي.
سکات کلیهیر زیاته کړه چې له افغانستان سره  د دوی مرستې به تر ډېره د کرنې، د عامه مالي مدیریت په پروګرام، له ښځو او ماشومانو څخه پر ملاتړ او د سړکونو پر جوړولو متمرکزې وي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني له افغانستان سره  د آسترالیا د حکومت د ملاتړ له امله د مننې په ترڅ کې ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت په بیخ بنسټیزو چارو لا ډېر تمرکز لري.
جمهور رئیس غني د لندن په کنفرانس کې د افغانستان له خوا د شویو ژمنو پر عملي کېدلو ټینګار وکړ او همدا راز یې د ښاري پراختیا او د کابل ښار د پلان په برخه کې د آسترالیایي متخصصینو د سلا مشورو غوښتنه وکړه.
جمهور رئیس محمد اشرف غني له ښځو سره د ملاتړ په اړه وویل چې د امن خونې لا ډېرې پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري او هغه ښځې چې د امن په خونو کې ژوند کوي، باید له مجرمو کسانو سره یوځای ونه ساتل شي.
جمهور رئیس غني همدا راز  وویل چې د ښځو او نجونو لپاره د خصوصي پوهنتون د ودانۍ  ساختماني چارې به ډېر ژر پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته