امنیت

په کونړ کې دداعش او وسله والو طالبانو ترمنځ خونړي بريدونه

د اسعدآبادښار باختر د چنګاښ دمياشتې٨ نيټه : د هېواد په ختيځ کې د کونړ ولايت يوځل بيا د داعش او وسله والوطالبانو ترمنځ د خونړيو بريدونو ډګر دى . دغه نښتي په تيرو ٢٤ ساعتو کې دچپې درې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې رامنځته شوي دي. دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ په دې نښته کې تر اوسه پورې اته تنه ډاراچوونکي وژل شوي دي ده وويل ؛ دغه نښتې د يوې ډلي له خوا پربلې ډلې د ځان غوښتنې او د هغوپيسودويش پر سر چې له کليوالي اوسيدونکو څخه يې دعشر او زکات په نامه راټولي کړې وې د چپې درې په لېرې پرتو سيمو کې ددوى ترمنځ رامنځته شوي او دغه راز دوام لري. د رارسيدلو خبرونوله مخې ؛ وسله والو ډاراچوونکو د يوبل پر کور بريدونه کړى او هغه ته يې اور اچولى دى . پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته