ټولنه

دهرات دکرنې پوهنځي دلابراتوار سمبالول .

کابل دچنکاښ ٥مه / باختر :
دهرات پوهنتون  دکرنې پوهنځي لابراتوار دڅلورو ميليونوافغانيوپه لګښت سمبال شو .
دهرات ولايت دکرنې اواوبو لګولو رياست دافغانستان دلويديځ زون دځنځيري ارزښت دپياوړتيا دپروژې په  همکارى دهرات  پوهنتون دکرنې دپوهنځي  لابراتوار  سمبال کړل .
د هرات  دکرنې او اوبولګولو درياست دمسوولينودڅرګندونوله مخې، په دغو تجهيزاتو کې چې دڅلورو ميليونوافغانيو په لګښت برابر شوي دي دلبنياتو دپروسس  داړتيا وړ  وسايل او ماشين الات شته . چې دنړۍ دکرنې او خوړو سازمان  دپخوانيو مرستو په دوام دهرات پوهنتون دکرنې پوهنځي  په لابراتوار ويشل شوي دي .
دهرات پوهنتون مسوولين دلبنياتو دمحصولاتو دروغتيايي معياري کولو او دکيفيت دلوړولو پرارزښت  ټينګارکوي .
ټاکل شوې ده له دغو تجهيزاتو څخه دمحصلينو اودخصوصي سکتور دروزنې په مقصد  چې دلبنياتو او دنورو خوراکي توکو دپروسس په برخه کې  کار کوي  استفاده وشي .
  داپه داسې حال کې ده چې دروان کال دثور په مياشت کې  دهرات ولايت دکرنې اواوبو لګولورياست  ددغې پروژې په همکارى دلبنياتو دکيفيت دلوړولو او ارزښت دزياتوالي په مقصد دلبنياتو دپروسس دڅه دپاسه شپږوميليونو افغانيو په ارزښت  داړتيا وړ تجهيزات  برابر کړي دي .
   ختم _ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته