کابل باختر د مرغومې شلمه :
په يوشمېر ولايتونو کې د افغان پوځيانو د پرونيو ګډو عملياتو په بهير کې پنځه اتيا تنه ډار اچوونکي ووژل شول، درې ويشت تنه ټپيان او څوارلس تنه نور ونيول شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، دغه عمليات د هوايي پوځ په ملاتړ د ننګرهار، کاپيسا، پکتيکا، ميدان وردګو، خوست ، غزني، دايکنډي، زابل، روزګان، فراه، بادغيس، غور، فارياب ، بلخ او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي دي .
دغه راز د دغو عملياتو په بهيرکې د ډار اچوونکو پنځه موټرونه شپږ موټرسايکلونه او د جنګي وسايلو يوه ډيپو هم له منځه وړل شوې ده .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ