ټولنه

دبلخ ولايت دعدليې رياست ته نوى ودانۍ جوړيږي .

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
دبلخ ولايت دعدليې رياست ودانۍ د آلمان هيواد له خوا جوړيږي.
دغه ودانۍ دڅه دپاسه پنځه سوه زره يورو په لګښټ په دريو پوړونو کې په معياري ډول جوړيږي.
دبلخ ولايت دعدليې رييس سيد محمد جعفر مصباح دعدليې رياست دودانۍ دجوړولو په برخه کې د المان هيواد دهمکارۍ له امله دمننې په ترڅ کې دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ديرغلګرو په يوه بريد کې د دوى د اداري ودانۍ له سوځيدو وروسته دوى له ستونزو سره مخامخ وو چې ددغې ودانۍ په جوړيدو سره د دوى ستونزې لرې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته