کابل باختر دکب پنځمه
نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره په نوي جګړه کې ووژل شول .
جګړه نن سهار ترينکوټ ښار ته څيرمه د پوځيانو دسپرلۍ په کاروان دوسله والو طالبانو له بريد وروسته ونښته .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوقوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دى وايي په دې بريد کې وسله والو طالبانو ته دسر دزيان داوښتو تر څنګ له وسلو او مهماتو سره يې ددغې ډلې څو سنګرونه هم له منځه وړل شوي دي .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ