امنیت

هلمند: د نشه يي توکو پر وړاندې د مخنيوي رياست ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لښکر ګاه باختر د لیندۍ د میاشتې ۵ مه
د هلمند ولایت په لښکر ګاه ښارکې د نږدې درې سوه اتیا زرو امريکايي ډالرو په لګښت د نشه يي توکو پر وړاندې د مخنيوي ریاست ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په مالي لګښت جوړه شوې ده تېره ورځ د دغه وزارت د وزیرې سلامت عظيمي او معین جاوید قايم، د هلمند د والي حيات الله حیات او د ولسي جرګې د يو شمېر غړو له خوا د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغه غونډه کې چې پر همدې موخه پر ځای شوې وه، د هلمند والي له دغه وزارت څخه دمننې تر څنګ هيله وکړه چې په دغه ولایت کې دې لا هم بنسټيزو پروژو ته خپله پاملرنه زیاته کړي.
په ورته وخت کې د نشه يي توکو پروړاندې د مخنيوي وزیرې سلامت عظيمي وویل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ګډې همکارۍ ته اړتيا ده.
هغې ډاډ څرګند کړ، چې دغه ولايت ته به پاملرنه زياته کړي او له ولايتي ادارې، ولسي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو او ښځو څخه يې غوښتنه وکړه، چې په نشه يي توکو د رږدو کسانو مخنيوي او د کوکنارو د کرکيلې  په برخو کې ورسره همکاري وکړي.
هلمند ولایت چې د افغانستان د نورو ولایتونو په پر تله نا امنه بلل کېږي، په ډېرو ولسوالیو کې یې د نشه يي توکو کرکيله کېږي چې د چارواکو په خبره ډېره ګټه یې د افغان حکومت مخالفو وسله والو او نورو مافیايي کړیو ته رسيږي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته