سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د راستنېدونکو سوداګرو او صنعت کارانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو کمېټې له مسوولینو سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون اړوند  راستنېدونکو سوداګرو او صنعت کارانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو کمېټې له مشر او غړو سره وکتل.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د یادې کمېټې مشر نورالدین عزیزي د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یادې کمېټې د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته هر اړخیز مالومات ورکړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې کمېټې غړي له هېواد څخه بهر افغان سوداګرو او صنعت کارانو ته د اسانتیاوو د ایجاد په موخه له نورو ټولو کمېټو سره په منظمه او همغږې توګه هڅه کوي، ترڅو افغان سوداګر او پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي.

عزیزي همدارنګه وویل چې دغه کمېټه د صنعتي پارکونو د ایجاد په موخه بېرته راستنېدونکو سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکو د وېش په لټه کې ده، دغه راز د دوی د تشویق او هڅولو په خاطر ځینې مالیاتي او تشویقي موارد هم په پام کې نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د راستنېدونکو سوداګر او صنعت کارانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو کمېټې د راپور له اورېدو وروسته وویل لازمه ده، چې د ذکر شوې کمېټې غړي د بېرته راستنېدونکو کډوالو په ځانګړي ډول د سوداګرو او صنعت کارانو د ستونزو د حل په موخه ګړندۍ هڅې وکړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت مشرتابه سوداګرو او پانګوالو ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو د ایجاد په موخه په بهر کې له میشتو افغان سوداګرو او پانګوالو غواړي، چې افغانستان کې پر خپلې پانګونې سره د هېواد په ابادۍ او پر مختګ کې ونډه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته