سیاست

قانونپوه دانش : امنيتي مسوولين دې بايد دجلريز پيښې په وړاندې ځواب ورکوونکي واوسي .

کابل باختر د چنګاښ  ديارلسمه :
دجمهور رييس مرستيال قانونپوه سرور دانش  او يوشمير  دولتي مقاماتو نن دجلريز دپيښې دهغو اتلسو تنو شهيدانو  دوړلو په مراسمو کې  ګډون وکړ چې په څلور سوه بستريز  روغتون کې پرځاى شول .
دجمهور رييس  مرستيال په جلريز کې دشهيدو سرتيرو کورنيو ته د ډاډ ګيرنې او همدردۍ دمراتبو په څرګندولو سره  دغه پيښه يوه ډيره  ترخه اوسخته پيښه وبلل  چې زموږ  د هيواد په تاريخ کې به ثبته شي .
قانون پوه سرور دانش ستونزو ، ناخوالو اوبي توپيري ته دامنيتي بنسټونو ځواب ويل اوپه دې پيښه کې هرراز بي پروايي ددولت مسووليت وباله او دهغو کسانو په  جدي څارنې  باندې تينګار وکړ چې په دغه شان مواردو کې غفلت  کوي.
دجمهور رييس  مرستيال ددغې پيښې دڅرنګوالي په اړوند وويل هغه څه چې په دې پيښه کې موږ ته دپاملرنې   وړ دي ددغو شهيدانو  مظلوميت  دى چې له ډيرو کمو مرستو او له لازمې همغږي پرته او له يوې شپې او ورځې مقاومت وروسته په مظلومانه ډول شهيدان شول .
دانش دشهيدانو د ارمان ساتنه او دهيواد دځمکني بشپړتيا او دهيوادوالو د پت او عزت دفاع دخلکو مسووليت وباله او له هيوادوالو څخه يې وغوښتل چې دهيواد په بيلابيلو  سيموکې دناامنيو زياتوالي ته په پاملرنې  سره په واحدو او  پياوړ ليکو کې دافغانستان دخلکو ددښمنانو پرخلاف دمبارزې ډګر  کې بي پروايي ونه کړي .
   دده دڅرګندونو له مخې نن له ختيځ څخه تر لويديځ پورې او له شمال څخه تر جنوب اومرکز پورې په پياوړي او کلک سنګر کې ددې هيواد ددښمنانو  او دنړيوال تروريزم پرخلاف جنګيږي او دا ددې څرکندوى دى چې دافغانستان ټول خلک  په يو والي او پيوستون  سره دګډ  دښمن  په وړاندې جنګيږي .
  دجمهور رييس   پخواني مرستيال محمد کريم خليلي هم دهيواد  جنګي شرايطو ته په اشارې سره دافغانستان دخاورې  دفاع دامنيتي ځواکونو او دخلکو وياړوباله  او ويې ويل  زموږ خپګان له دې پلوه دى چې ددې هيواد په ګوټ کوټ کې ځينې دغه قرباني داړوندو ادارو دنه همغږي  او دکمزوري مديريت زيږنده دي .
خليلي دهيواد په لرې پرتو  ولايتونو  کې ورته ستونزې دتوجيه وړ ونه بللې او ويې ويل دامنيتي ادارو نه همغږي ددغې پيښې يوه عامل  دى او هغه بايد ځواب  ويوونکي واوسي .
ده ټينګار وکړ چې  دافغانستان خلک ددغې  قضيې دروښانه کيدو غوښتوونکي دي اودملي وحدت دحکومت  له مشرتابه څخه يې هم وغوښتل چې دغه قضيه او هغه عوامل چې پکې ښکيل دي په جدي توګه  وڅيړي چې دجلريز  پيښه وروستى تجربه وي چې ددې هيوادبچيان  داړوندو مسوولينو دبي پروايي او بي توپيري په خاطر شهيدانيږي .
داجراييه  رياست مرستيال محمد محقق هم دغه پيښه له دې پلوه چې دکابل ښار په څو کيلو متري واټن کې شوې ده او دهغو سرتيرو مرستې ته چې ساعتونه ساعتونه کلابند و څوک ونه رسيد يوه ناوړه پيښه وبلل او ويې ويل چې دجلريز پيښه ابهام لري او امنيتي مقامات له دې امله چې په کوم جرم دهغوى ملاتړ نه دى کړى بايد ځواب ووايي .
دده دڅرګندونوله مخې دجلريز  شهيدان دهيواد ددفاع په لاره کې شهيدان شوي دي او دهيواد په دفاع کې دهغوى ميړانه  تل پاتې ده او په تاريخ کې  به ثبته شي . 
ديادونې وړ ده  ديوشمير  هغو امنيتي ځواکونو جنازې چې دپنجشنبې  په ورځ دميدان وردګو ولايت په جلريز ولسوالۍ کې شهيدان شول دباميانو ولايت ته وليږدول شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته