سیاست

افغانستان او چین دوه اړخیزو اړیکو ته پراختیا ورکوي

 کابل باختر دمرغومي ٢٨ نيټه :
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له نوي سفیر ښاغلي لیو جینسونګ سره وکتل.
د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.،
ملي امنیت سلاکار ښاغلي جینسونګ ته د هرکلي د ویلو ترڅنګ په نوي ورسپارل شوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.
ښاغلي اتمر د چین له نوي سفیر سره په خبرو کې وویل، چې د افغانستان اوسیمې د امنیت او ثبات له پاره د چین د سیاسي مشرتابه او خلکو ریښتوني هڅې د دې باعث شوي، چې چین د افغانستان د خلکو او دولت له پاره د دوست او باوري هېواد ځای خپل کړي. ښاغلي اتمر زیاته کړه،چې په سیمه کې د ګډ دښمن دځپلو لپاره  د مشترکې ستراتیژۍ د رامنځته کیدو اړتیا ده او له چین څخه یې وغوښتل، ترڅو له ترهګرۍ سره صادقانه مبارزې او همکاریو لپاره پاکستان وهڅو وي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر وویل، چې افغانستان لیوالتیا لري، ترڅو د یوې لارې او یو کمربند پروژې برخه و ګرځي او له چین سره یې د څو بعدي اړیکو پر عملي کیدو ټینګار وکړ.
ښاغلي اتمر د سولې د پروسې په اړه  وویل ، چې د افغانستان حکومت یوازې له افغان طالبانو سره دسولې او مذاکراتو له پاره چمتو  دی او هغه بهرني ترهګر به له منځه یوسي، چې دافغانستان دخلکو  او دسیمې د هېوادونو په وړاندې ناوړه موخې لري.
د افغانستان له پاره د چین نوي سفیر لیو جینسونګ وویل چې هېواد یې له افغانستان سره دهدفمندې ملګرتیا او همکاریونو له پاره چمتو دی او دا مهال یې په بیلابیلو برخو کې د اقتصادي پانګونو په موخه څیړنه پیل کړې ده.
ښاغلي جینسونګ د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ ددرې اړخیزو ناستو دوام ګټور وباله او زیاته یې کړه، چې هېواد به یې هڅه وکړي، چې پاکستان له افغانستان سره ریښتوني همکاری ته چمتو کړي.
په پای کې دواړو لورو د اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ د عملي چارو پر بیلابیلو برخو یې خبرې وکړې.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته