سیاست

اجرائيه رئیس: له هلمندیانو سره کړې ژمې عملي کوو

کابل باختر د کب  نهمه :
اجرائيه رئيس د هلمند له یوشمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې یادو قومي مشرانو د هغه ولایت ستونزې له اجرائيه رئيس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ، چې د هلمند ستونزې یې له نېږدې هم لیدلي او له خلکو یې اورېدلي دي. هغه وویل، ټولې هغه ژمنې یې چې په هلمند کې خلکو ته ورکړي، کار پرې روان دی یوشمېر یې عملي شوي او یوشمېر نور یې هم تر ارزونو لاندې دي او ژر به د دې ولایت یوشمېر ستونزې حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته