امنیت

په کندز کې له څه د پاسه سلو اړو کورنيو سره مرسته

 د کندزښار باختردليندۍ دمياشتې ٢٩نيټه:
دکندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په يوسلو شپږ اړو کورنيو نغدي مرسته وويشل شوه .
دغه کورنۍ د کلونو کلونو وچکالۍ له امله له خپلو کورونو څخه تښتيدلې دي.
د کندز ولايت سرپرست حشمت الله رحيمي غرض بيګي دباختر آژانس خبريال ته  وويل چې په دې پړاو کې په هرې کورنۍ  پنځه زره افغانۍ د اجرائيه رياست له خوا مرسته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پخوا هم د وچکالۍ او طبيعي پېښو له زيانمنو شويو کورنيوسره د خوراکي او لګښتي توکو مرسته شوې وه.
د يادونې وړ ده چې د بېځايه شويو او زيانمنو شويو کورنيو غوښتنې او ستونزې د ولايت د مقام د کارونو په لومړيتوبونو کې دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته