امنیت

دملي اردو ځواکونو دسيلاو ځپلو خلکو مرستې ته ورودانګل .

کابل باختر دثور  ٢٩:
په جوزجان اوسمنګانو ولايتونوکې څه دپاسه زر تنه اوسيدونکي چې دطبيعي پيښو له امله بندپاتې و، دملي اردو دځواکونو دهليکوپترونو په واسطې  وژغورل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دجوزجان ولايت دخواجه دوکوه  او قرقين ولسواليو پنځه سوه تنه اوسيدونکي اودسمنګانو ولايت دخلم ولسوالۍ شپږ سوه تنه اوسيدونکي چې دسيلاونو دراوتلو له ګواښونو سره مخامخ وو دملي اردو دځواکونو دهليکوپترونو په واسطې  وژغورل شول  . او له هغوى سره  دخوراکي توکو او روغتيايي مرستې وشوې .
  ختم _  سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته