محمود راقي – باختر دتلې دمياشتې ٣
دوه تنه ملي پوليسان تيره شپه دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې دميان دچاودنې له امله شهيدان شول .
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر اسد الله حميدي باختر آژانس ته وويل : دغه دوه تنه ملي پوليسان هغه وخت شهيدان شول چې د دوى رنجر موټر دتګاب ولسوالۍ دقلعه صالح سيمې په واټ کې په ماين وخوت .
دقلعه صالح يو تن اوسيدونکي سيد جان باختر آژانس ته وويل : په دې پيښه کې
دوه تنه ملکي وګړي هم ټپيان شول او مالي زيانونه يې دسيمې اوسيدونکو ته واړول .
ويل کيږي خلک دطالبانو له خوا دماين د ښخولو له امله په تنګ راغلي او له دولت څخه غواړي چې د دغو بريدونو مخه چې دملکي او پوځي افرادو د وژل کيدو سبب کيږي ونيسي.
2 1 دقیقه لوستل