کابل /دچنګاښ ٣مه / باختر :
دهرات دګمرک رييس وايي چې ددغه ګمرک عوايد زيات شوى دى .
دهرات دګمرک رييس حمد الله همدرد وويل چې دتېرې يوې مياشتې په بهير کې دوى بريالي شوي دي چې له دغه ګمرک څخه يومليارد افغانۍ راټول کړي .
هغه ددغه ګمرک دعوايدو دزياتوالي علت په دغې اداره کې داصلاحاتو رامنځته کول ، دکاري ساحو زياتوالي او په اړوندو چارو کې دزورواکو دلاسوهنې مخنيوى وباله .
دهرات دګمرک رييس وويل هلې ځلې کوي چې په ورځ کې ددغه ګمرک عوايد سلو ميليونوافغانيو ته ورسوي .
دهېواد يو زيات شمېر لګښتي مالونه هره ورځ دهرات دګمرک له لارې هرات ته واردېږي اودغه ګمرک په هېواد کې له هغو ګمرکونو څخه شمېرل کېږي چې زيات عوايد لري .
ختم _ ج _ اکرم
2 1 دقیقه لوستل