اقتصاد

د شمال د ډبرو سکرو د تصدى عايد زيات شوى دى

کابل باختر د وږي  يو ويشتمه :
د شمال د ډبرو سکرو د تصدي د رياست منسوبينو په ١٣٩٢ کال کې دکانونو وزارت له خوا ورکړى شوى پروګرام په سلوکې يو سلو اووه پنځوس اعشاريه اته  تطبيق کړى دى.
دشمال د ډبرو  سکرو دتصدي رييس  ډيپلوم انجنير عبدالخالق تعميم باخترآژانس ته ددغه مطلب د بيانولوپه ترڅ کې وويل: د١٣٩٢ کال په لومړيو شپږو مياشتوکې  دسمنګانو ولايت د دره صوف د دهنه تور، شب باشک او د آب خورک د ډبرو سکروله کانونو او دبغلان ولايت د برفک له کان څخه ټول اته سوه پنځه څلويښت زره يو سلو درې ټنه د ډبرو سکاره را ايستل شوي دي او د هغو د پلورنې له پلوه دپنځه سوه ديارلسو مليونو درې سوه شپږ اويا زرو درې سوه پنځه ديرشو افغانيوعايد ترلاسه شوى دى .
ده زياته کړه: په دغوکانونوکې د ډبرو سکرو د را ايستلو څرنګوالي دکانونو وزارت له خوا مخکې له مخکې دپروګرام په پام کې نيولو سره دکانونو وزارت  له خوا د هلوځلو څرګندوى دى او د ډبرو سکرو د تصدى د رياست دمنسوبينوفعاليت ښيي .
ده وويل: ترڅلور مياشتوپورې چې دمالي کال  پاى ته رسيدو ته پاتې دى؛ ډاډمن يو چې د تيرکال په پرتله به زموږ دعوايدو په کچه کې ديادونې وړ زياتوالي راشي .
د ډبرو سکرو دکان رييس د شمال د ډبرو سکرو دتصدي په اداره کې د ډبرو سکرو دعوايدو دکچې د لوړوالي ستر او اساسي علت دمشتريانو ورځ په ورځ زياتيدونکي زياتوالي د ډبرو سکرو ته زياته غوښتنه او دکورنيو او بهرنيو مارکيټونه جوړول وبلل او ويې ويل: موږ هلې ځلې کوو چې زموږ د عوايدو او پلورنو په کچه کې زياتوالي رامنځته شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته