امنیت

دملي دفاع وزارت ويندوى : دهيواد امنيتي حالات دتيرکال په پرتله په سلوکې پنځه ويشت ښه شوي دي .

٣٧-کابل باختر دليندي دري ويشتمه

 دملي دفاع وزارت ويندوى نن دهوايي پوځ  له قوماندان سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل ، دهيواد امنيتي حالات  دتيرکال په پرتله  په سلوکې  پنځه ويشت ښه شوي دي .

  دباختر داطلاعاتي اژانس  دخبريال دخبر له مخې، په دې خبري غونډه کې دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال ظاهر عظيمي زياته کړه داټکلونو له مخې په راتلونکي  کال کې به امنيتي حالات لازيات ښه شي .

  عظيمي څرګنده کړه : دامنيتي مسوولتونو د ليږدونې دويم پړاو  په ښه ډول  پرمخ ځي او دهيواد امنيتي ځواکونه دى ته چمتو دي چې دټولو ټاکل شويو سيمو مسووليت په غاړه واخلي .

 ده وويل ،درواني مياشتې ترپايه پورې دملي اردو دځواکونو شمير يوسلو اتيا زرو تنو ته رسيږي .

 دغه راز په دې خبري غونډه کې دافغانستان دهوايي پوځ قوماندان  جنرال عبدالوهاب وردګ خبرې وکړې او ويي ويل  دهرات  دشينډنډ په هوايي ډګر کې  هوايي تعليمي مرکز بيا فعال  شوى دى چې دزده کړې  لپاره  اتلس ډول ډول  الوتکي لري .

  ده په ډاګه کړه ، په دغه مرکز کې اويا ځوان پيلوټان  په زده کړه بوخت دي او دغه راز اتيا نور پيلوتان په متحده عربي اماراتو کې او ٢٨  پيلوتان په امريکا کې په زد ه کړې بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته