امنیت

په کونړکې د څلورو داعشیانو وژل کېدل

کابل/ د وري ٣مه/ باختر
د داعش ډلې څلورغړي په کونړکې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
پر دغو داعشیانو تېره شپه په څوګۍ ولسوالۍ کې هغه وخت برید وشو چې په یوه واټ کې په ماین ښخولو بوخت وو.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د لومړي لوا د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د پوځیانو په دغو بریدونو کې څلور داعشیان وژل شوي دي.
خبرپآڼه زیاتوي چې دغه داعشیان په یوه واټ کې ماین ښخول چې پرې برید وشو.
د یو بل خبر له مخې:
پولیسو د کونړ په ګڼ مېشتو لارو کې د ١٣ ماینونو په کشف سره د یولړ چاودنو د رامنځته کېدو مخه ونیوله.
تراوسه د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته