امنیت

په قندهار کې دماين دچاودنې له امله يوه مور او لور شهيدانې شوې .

کابل باختر دتلي شپږمه :
دقندهار ولايت په مربوطاتو کې پرون دماين دچاودنې له امله يوه مور له خپلې لور سره شهيده شوه .
  دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه  هغه وخت رامنځته شوه چې يوه مور او لور دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دچنار په ساحه کې  دنيکمرغه لوى اختر دمبارکي لپاره ديوه دوست کورته روانې وې چې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وختلې او دواړه ووژلې شوې .
يوه اړونده  خبرځاى وويل  ددغې پيښې قربانيانې  دشاه ولي کوټ ولسوالۍ اصلي  اوسيدونکي يوه مور او لور دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته