کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې ١٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د فرمان په اساس ښاغلی احمد نادر نادري د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د ارشد سلاکار په توګه په خارج رتبه بست کې وټاکل شو.
په فرمان کې راغلي دي چې په عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د جمهور رئیس ارشد سلاکار د کابینې په غونډو کې ګډون کوي، د اقتصاد عالي شورا غړی دی او د اړتیا پرمهال د ملي امنیت شورا په غونډوکې ګډون کوي.
همدارنګه په فرمان کې لیکل شوي دي: ”د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس ارشد سلاکار موظف دی چې د ستراتیژیکو ارتباطاتو پالیسي او اساسي خطوط تدوین او اړوند بنسټونه همغږي او تنظیم کړي. “
څه موده وړاندې جمهور رئیس ښاغلی نادر نادري د بیان د ازادۍ د ملاتړ د افتخاري سفیر په توګه معرفي کړ.
ښاغلي نادر نادري د لیسانس لوړې زده کړې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې او د ماسټري تر کچې لوړې زده کړې په جورج واشنګټن پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو څانګه کې بشپړې کړې دي. هغه د رهبري تخصصي زده کړې د امریکا متحده ایالاتو په کندی هاروارد پوهنتون کې ترسره کړې دي. نوموړي په ۲۰۰۱ کال کې د المان په بن ښار کې د ملګرو ملتونو سازمان د سولې په مذاکراتو کې د فعال افغان ځوانانو د استازي په توګه حضور درلود. د بیړنۍ لویې جرګې د خپلواک کمیسیون د ویاند په توګه او له هغه وروسته د ۲۰۰۲ کال بیړنۍ لویه جرګه کې چې د انتقالي دولت رئیس یې انتخاباوه د مدني ټولنې د منتخب استازي په توګه دندې ترسره کړي. د بشر د حقونو کمیسیون کمیشنري یې د مهمو دندو او مسوولیتونو په توګه یادولی شو. نور فعالیتونه او مسوولیتونه یې په لاندې ډول یادولی شو:
– د درې کالو لپاره د نړۍ اقتصادي مجمع کې د ناکامه دولتونو لپاره د نړیوالې اجنډا شورا غړی
– له ۲۰۱۲ کال څخه د لیبیا انتقالي دولت سلاکار له یو کال څخه زیات
– د لیبیا لپاره د قانون د حاکمیت او عدلي چارو لپاره د مشورتي پلاوي ماموریت رئیس
– د افغانستان د څېړنې او اروزنې واحد بنسټ رئیس
– د بشر د حقونو بین الملل حقونو ډلې په نوم د بنسټ رئیس
د نوموړي زیاتې لیکنې په معتبرو نړیوالوخپرونو کې خپرې شوې دي، څو نړیوالې جایزې یې اخیستي او په دري، پښتو، بلوچي او انګلیسي ژبو خبرې کوي.
1 2 دقیقې لوستل