امنیت

په هلمند کې د طالبانو پر سنګر د هوايي قوتونو بريد

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤مه
په هلمند کې د وسله والو طالبانو پر سنګر د هوايي ځواکونو په بريد کې څلور ډار اچوونکي ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه هغه وخت بريد وشو چې په خپل سنګر کې د ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په  هوايي بريد کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل چې په بريد کې دطالبانو سنګر له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه لاړ.
د يو بل خبرله مخې: په هلمند کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهار د هلمند په ګڼ مېشتو لارو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
تر اوسه د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم_سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته