ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا
د هنګري هيواد د ٢٠١٤تحصيلي کال لپاره په کرنې پورې په اړوندوبرخوکې د ماسترى پروګرام د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکړى دى او د (اف اى او) سازمان په معمول ډول ددغه پروګرام چارې په غاړه لري.
په شرايطو برابرمينه وال اشخاص کولاى شي ددغه پروګرام د بڼوالۍ، کرنيزو علومو د کليو د پراختيا او د کرنيز اقتصاد په څانګوکې نوم وليکي.
د هنګري د کليو د پراختيا وزارت به د پروګرام په بهيرکې د محصلانو د فيس، درسي کتابونو او د نورو لګښتونو مسووليت په غاړه واخلي. خو هنګري ته د تګ راتګ لګښت د دغو بورسونو د ګټوونکو محصلانو په غاړه دى.
دغه راز د دغه پروګرام په اړوند د غوښتنې فورمې او نور معلومات د لوړو زده کړو وزارت د ويب سايټ www.mohe.gov.af له لارې د مينه والو په واک کې ورکړي شوي دي.
ددغه پروګرام لومړى سمسټر د ٢٠١٤ کال د سپټمبر په مياشت کې پيليږي او د نوم ليکنې د فورمو د ليږلو وروستۍ نيټه د٢٠١٤ميلادي کال د فبروري د مياشتې ٢٨ نيټه ټاکل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته