کابل- باختر دکب څوارلسمه :
اته تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د افغان او ناټو له ځواکونوسره د نښتې په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړه تيره شپه د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والوطالبانود افغان ځواکونو په کاروان بريد وکړ .
دهلمند ولايت يو امنيتي مقام باخترآژانس ته وويل چې ددغې يو ساعته نښتې په بهيرکې افغان ځواکونو د ناټو دځواکونو په همکارى اته تنه يرغلګر طالبان ووژل .
ددغه امنيتي مقام دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې يو افغان پوځي ټپي شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ