کابل باختر د غبرګولي ۹
د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کوماندو د غوڅو عملیاتو له امله د داعش د تروريستي ډلې پنځلس تنه غړي ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
د ملي اردو د ځانګړې قطعې منسوبينو پرون د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ د بهادر خیلو او نرۍ اوبو په ساحو کې د داعش د تروريستي ډلې د ځپلو په مقصد غوڅ عملیات تر سره کړل چې له امله یی پنځلس تنه داعیشان ووژل شول .
دغه راز د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې درې ډول ډول ماینونه کشف او شنډ او درې تنه مشکوک کسان ونیول شول.
پاى_سعیده
0 د یوې دقیقې څخه لږ