امنیت

د تندر قول اردو ځواکونو د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې (۱۳) تنوترهګروته مرګ ژوبله اړولې ده.

کابل باخترد تلې دمياشتې ١۴ نيټه :
د ۲۰۳ قول اردو جزوتامونو او د سویل ختیځ له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د تندر قول اردو درستیزوال بریدجنرال روح الله خلیل اوغلو په مشرۍ د چټک عملیاتو په لړ کې د غزني ولایت داندړو ولسوالۍ د شاخوزي په سیمه کې له وسله والو ترهګرو سره په نښته کې (۵) تنه وسله وال وژلي او یو دهشکه له منځه وړې ده.
همداراز د غزني ولایت د نوموړې ولسوالۍ د سیني کمپ په سیمه کې له وسله والومخالفینو سره په یوه بله نښته کې (۴) تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او (۳) تنه نورټپيان شوي ، په دغه نښته کې د تندر قول اردو یو تن سرتیری هم ټپي شوی دی.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته