امنیت

يوسلوڅلويښت تنه بنديان آزاد شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٧
د ٢٧ ښځو په ګډون ١٤٠ تنه بنديان پرون د هرات له جيل څخه آزاد شول .
د هرات ولايت د جيل لوى مدير سيد شريف پلاني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان دبېلابېلو جرمونو په تور بنديان وو او په افغانستان کې د اسلامي انقلاب د برياليتوب دکاليزې په مناسبت د جمهور رييس د فرمان له مخې آزاد شوي دي.
د هرات جيل د نارينه او ښځينه څانګې لري چې په ښځينه برخه کې څه د پاسه ١٦٠ تنه ښځې شپې سبا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته