مسکو بي بي سي / باختر د لړم د مياشتې ١١ :
د روسيې يوه هوايي کارپوه ويلي دي: د دغه هېواد د هوايي کرښې يوه مسافر وړونکې الوتکه چې د مصر په سينا دښته کې راغورځيدلې ده؛ په ځمکې له لګيدو مخکې ټوټې ټوټې شوې ده.
باختر آژانس د بهرنيو منابعو له خولې خبر راکړ: ويکتور سوروچينکو د مصر په پايتخت قاهره کې په خبري کنفرانس کې وويل چې د دغې الوتکې ټوټې د شلو کيلومترو په پراختيا په سيمه کې خپرې شوې دي.
دغه روسي کارپوه زياته کړه: لا تراوسه پورې نه شو کولاى چې د دغې الوتکې د راغورځيدو د دلايلو په باره کې څه ووايو.
دى د فرانسې، آيرليند او دمصر له هېوادونو څخه له يوشمېر ماهرانو سره ددغې الوتکې د تورې بکسۍ د څيړنې په حال کې دى.
دوه ورځې مخکې ايربس (A_ 321) ډوله الوتکې چې د مصرله شرم الشيخ څخه د روسيې د سن پترزبورک په لور الوتنه کوله، له الوتنې څخه ٢٣ دقيقې وروسته د رادار له څپې څخه بيدرکه شوه.
د دغې مسافر وړونکې الوتکې د راغورځيدو په پيښه کې ټولې ٢٢٤ تنه سپرلۍ يې وژلې شوې دي.
تر اوسه پورې د ١٦٣ قربانيانو مړي پيدا شوي او د مصر پايتخت قاهرې ته ليږدول شوي دي.