سیاست

تبصره

کابل باختر د ليندۍ  دريمه :
  دانتخاباتي کميسيونونو نويو غړو پرون دوفادارۍ لوړه وکړه اوپه دې ترتيب دهغو درندو مسووليتونو داداکولو لپاره چې هماغه په هېواد کې ديوه اغيزمن انتخاباتي نظام جوړول دي خپل کارپيل کړ .
دباختراژانس مفسر ليکي ، ددوو انتخاباتي کميسيونونو دنويو غړو په ټاکنې سره نه يوازې دملي وحدت دحکومت يوه ژمنه چې هماغه په انتخاباتي نظام کې داصلاحاتو راوستل دي عملي شوه بلکې دهېواد دسياستوالو لپاره  يو اختلافي مورد چې دانتخاباتي کميسيونونو دکميشنرانو دانتخابولو په باب شتون درلود پاى ته ورسيد .
اوس دانتخاباتي کميسيونونو نوي غړي انتخاب شول او په هېواد کې ديوه اغيزمن  او پراخ بنسټه انتخاباتي  نظام  دجوړولو لپاره لاره پرانستل شوه .
نوي غړي زيات مکلفيتونه اومسووليتونه لري چې بايد هغه عملي کړي، دوى ټيک په داسې وخت کې په کار پيل کوي چې په هېواد کې انتخاباتي نظام لړزنده  حالت لري، دانتخاباتي کميسيونونو په نسبت باور  او ډاډ له منځه تللى دى آن په هېواد کې  دنوې دموکراسۍ  په نسبت دخلکو باور له منځه ځي، ددواړو انتخاباتي کميسيونونو نوي غړي مسووليت لري چې دغه شان مسئلې پاى ته ورسيوي  او خلک ددموکراسۍ  ، مدني ازاديو او دسالمو او شفافو انتخاباتو دترسره کولو په نسبت چې په راتلونکي کې ترسره کيږي باوري کړي .
ديادونې وړ ده چې ددواړو انتخاباتي کميسيونونو دنويو غړو ټاکنه اسانه خبره او کار نه و، دغه بهير کابو دوه کاله دوام وکړ مخکې له دې چې نوي غړي وټاکل شي ، دانتخاباتو قانون تعديل او تصويب شو دانتخاباتي نظام داصلاح کميسيون  جوړ او خپل کاريې له يولړ پيشنهادونو سره چې انتخاباتي کميسيونونو دنويو غړو ټاکنه يې يوه برخه وه پاى ته ورساوه له هغه وروسته دغوراوي کميټه رامنځته شوه دوى دخپل يومياشتې کار په بهير کې يو ويشت تنه نوماندان  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون او پنځلس تنه نور نوماندان دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون لپاره جمهور رييس  ته پيشنهاد کړل چې جمهور رييس هم له خپلو همکارانو سره په سلامشوره کې له هغوى څخه نوي غړي انتخاب کړل  هغه څه چې ويل کيږي دنويو غړو په ټاکنه کې دنوماندانو دلياقت ظرفيت استعداد و کاري سابقې ، قومي انډول او د جنسيتي مسئلو په ګډون موضوګانې په پام کې نيولې شوې دي .
  خو دخبره وروستۍ خبره  نه شي کيداى .
  سره له دې چې ددواړو انتخاباتي کميسيونونو دنويو غړو په ترکيب کې قومي سياسي او  جنسيتي  ترکيب په پام کې نيول  شوى دى خو  له نويو غړو څخه دخلکو او داوسنيو شرايطو غوښتنه او هيله داده چې دوى دقومي ، سمتي اوسياسي او آن دجنسيتي  مسئلو تر اغيزې لاندې رانه شي بلکې هغه بنسټونه چې پکې په کار ګومارل  کيږي ملي موخو ته درسيدو او دهېوادنيو او مدني  ارزښتونو دپياوړتيا لپاره په وسيلې بدل شي .
دوى بايد دانتخاباتي کميسيونونو کورنۍ چارې له سره سمې او سمبالې کړي او دغه بنسټونه دې په اغيزمنو نظريو سره کارته چمتو کړي  او دشفاف او خلکو ته دځواب ورکوونکي کار لپاره دې اغيزمن ميکانيزم رامنځته کړي چې دانتخاباتي کميسيونونو ، حکومت ، مقننه قوې  او خلکو ترمنځ ښې کاري اړيکې رامنځته شي او ددوى دکار  مفکوره بايد اساسي قانون ته دارزښت ورکول وي .
دانتخاباتي کميسيونونو نوي غړي دې بايد دتيرو تجربو څخه زيات  درس زده کړي وي او نور  دهغوى په کار کې دبې مديريتي ، دپروګرام دنشوالي، تړلتيا او دسليقوي چلندونو په ګډون تورونه طرحه نه شي .
دغه راز حکومت ته لازمه ده چې دانتخاباتي کميسيونونو په وړاندې خپل مکلفيتونه ترسره کړي او دچارو په ترسره کولو کې هغه هم به بى پرې ډول دهغوى ملاتړوکړي او ددوى په چارو کې دبهرنۍ لاس وهنې مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته