ټولنه

د هېواد د بهرنيو چارو وزير د قرغز د شهيدانو په مزار دګلو ګېډۍ کيښوده

کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
د افغانستان د بهرنيو چارو و زير صلاح الدين رباني نن  د قرغز د شهيدانو په رسمي  مراسمو کې ګډون وکړ او د هغوى په مزار يې دګلو ګيډۍ  کېښوده .
  د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  په دغو مراسمو کې دهېواد دبهرنيو چارو وزير د دې تر څنګ چې د قرغزستان جمهوريت  داپريل دانقلاب  او ١٩١٦ _  ١٩٣٧ کلونو دقربانيانو او دقرغز د مشهور شاعر او ليکوال چنګيز اتيمانتوف پاک روح ته دعا وکړه دهغوى  په ارامګاه يې  دګلو ګيډۍ  کېښودې .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته