امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

ميمنه باختردتلې د مياشتې ٢٣ نيټه  :
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون په فارياب ولايت کې د هوايي بريدونو له امله ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول نصرت الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د هغو هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول  چې د بلچراغ ولسوالۍ د قورجي په کلي او د قيصار ولسوالۍ د کنجک په کلي کې ترسره شول.
خبرځاى زياته کړه: په دغو بريدونوکې څلور تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول  او د طالبانو يو ( اې.جي.اس) هم ويجاړ شوى دى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې يو وسله وال طالب د دغه ولايت په قرمقُل ولسوالۍ کې  له خپلې وسلې سره امنيتي ځواکونو ته تسليم شوى دى.
د يوبل خبرله مخې: څلور تنه وسله وال طالبان د قيصار ولسوالۍ د کنجګ په ساحه کې د ماين ښخولو په وخت کې د پوليسو له خوا ونيول شول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته