امنیت

په بغلان کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه

 

کابل  باخترد کب  دمياشتې  ١١ :

دبغلان ولايت خلکو  ديوې چاودنې مخه ونيوله .

دبغلان ولايت اوسيدونکې  وروسته له  هغه يو واټ ته څيرمه  دماين دشتون په باب پوه شول امنيتي مامورينو ته يې خبرورکړ.

په خبرونو کې ويل شوي دي   چې دغه ماين  دتاله اوبرفک ولسوالۍ دسرخ جوي برفک په سيمه کې  تر يو پلګي لاندې ځاى پرځاى شوي و.

دبغلان ولايت  دتاله اوبرفک ولسوال فيض محمداميري باختراژانس ته وويل چې له غرمې وروسته  ددوو بجو په شاوخوا کې دسيمي اوسيدونکو تريو پلګي لاندې ديو ماين  دشتون خبرورکړ او امنيتي ځواکونه په خپل وخت دهغه په شنډولو بريالي شول .

ده وويل  وسله والو طالبانو غوښتل په دغه ماين سره  دپوليسو دسرتيرو کاروان  چې ټاکل شوې وه ترڅو دقيقو پوري له دغې سيمې تيرشي بريدوکړي.

دغه سيمه ييز مقام دامنيت دتامينولوپه لاره کې له دولت سره دخلکو همکاري  ارزښتناکې وبللي او له ټولو خلکو يې وغوښتل چې دتروريستي بريدونو دمخنيوي په برخه کې له  خپلو ځواکونو سره يوځاى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته