امنیت

اسوشتد پرس: طالبانو د بې سرحده ډاکترانو له روغتون څخه د پوځي قرارګاه په توګه استفاده کړې ده

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٥  :
په داسې حال کې چې د بې سرحده ډاکترانو سازمان ټينګارکوي چې په کندز ښارکې د دوى د روغتون په ودانۍ د هوايي بريدڅرنګوالى د يوه بې پرې کميسيون له خوا څيړل کيږي؛ د لويديځ يوه ورځپاڼه ادعا کوي چې طالبانو له دغې ودانۍ څخه د يوې پوځي قرارګاه په توګه استفاده کړې ده.
د باختر آژانس د خبرله مخې : 
يو خبري بنسټ دې نتيجې ته رسيدلى دى چې په کنــــدزکې د بې سرحده ډاکترانو د روغتون ودانۍ د طالبـــــانو د سوق او ادارې مرکز و .
اسوشتدپرس په خپلوڅيړنيزو نتيجوکې ويلي دي چې په کندزکې دبې سرحده ډاکترانو روغتون دطالبانو  دسوق او ادارې  دقوماندانۍ مرکز و.
د دغه خبري آژانس دڅرګندونوله مخې: يوه پاکستاني طالب دکندز جګړه ددغه روغتون له ودانۍ څخه رهبري کوله .
په افغانستان کې ميشتو بهرنيو ځواکونو د دولتي ځواکونوله خوا دکندز له بيا نيول کيدو څخه يوه وروسته  ددغه روغتون په ودانۍ  بريد وکړ او ويل کيږي چې ددغه بريد له امله  يو شمېر ناروغان ووژل شول او ودانۍ اور واخيست. دغه بريد يو لړ غبرګونونه په ځان پسې لرل.
د بې سرحده ډاکترانو سازمان رئيس په دغې ودانۍ د هوايي بريد په برخه کې د امريکا د جمهور رئيس بارک اوباما بخښنه ونه منله .
سياسي کارپوهان وايي چې په کندزکې د بې سرحده ډاکترانو د روغتون په اړوند طرحه شوې ادعاګانې اوس په يوې پيچلي مسئلې بدلې شوې دي.
که چيرې د اسوشتدپرس ادعا له اوبو څخه سمه را ووځي؛ ثابته به شي چې  طالبانوله تولګټو اماکنو څخه د انسان ډال په توګه کار اخيستى دى.
دغه ادعا په  داسې حال کې طرحه کيږي چې طالبان په کندزکې د زياتو جنايتونو مسوول بلل شوي دي .
لکه څنګه چې  د بشر د حقوقو کميسيون تائيد کړې ده چې طالبانو په کندزکې  بشري جنايتونه کړي دي.
د دغه کميسيون له خوا خپاره شوي رپوټونه څرګندوي چې طالبانوپه کندز ښارکې  د بشرحقوق په پراخه توګه  ترپښولاندې کړي دي .
ددغه کميسيون د معلوماتوله مخې: د ملکي وګړو د سر زيان هدفمندې وژنې، جنسي تيرى او بنديانو ته د تيښتې د زمينې برابرول په کندزکې د بشر له حقوقو څخه د سر غړونې مهم موارد بلل کيږي .
د يادونې وړ ده چې د بې سرحده ډاکترانو سازمان اوس په کندزکې دخپل روغتون له  ودانۍ څخه پوځي استفاده يو احمقانه نظر بللى دى.
خو د اسوشتدپرس د ادعا په اړوند د دوى غبرګون تراوسه پورې  معلوم نه دى.
طالبانو د روان کال د تلې د مياشتې په ٦نيټه په کندز ښار واکمني ترلاسه کړه؛ داسې واکمني چې درې ورځې يې دوام وکړ خو په دې موده کې طالبانو په دې ښارکې زيات جنايتونه ترسره کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته