امنیت

دنشه يي توکو څلور تنه پلورنکي په مجازاتو محکوم شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٥  :
څلور تنه دنشه يي توکو دپلورنې په تور دهرات دښاري محکمې له خوا  په  مجازاتو محکوم شول .
دغه کسان دهرات دښاري ابتدائيه محکمې دعامه امنيت دديوان په علني قضايي غونډه کې  چې دقضاوتمند محمدشعيب ابراهيمي په مشرۍ جوړه شوې وه په مجازاتو محکوم شول .
دغه کسان دامنيتي ځواکونوله خوا دنشه يي توکو دپلورنې په تور نيول  شوي و چې دهرات دښاري محکمې د عامه امنيت دديوان په علني غونډه کې هريو يې  په اته اته مياشتو تنفيذي بند محکوم شول.
ښاغلي ابراهيمي وويل ؛  په دې غونډه کې دغيرقانوني وسلو دقضيو دڅلورو
تنو نورو تورنو کسانو دوسيې هم وڅيړلې شوې چې دغه  کسان په شپږو  شپږو
مياشتو بند په سزا محکوم شول.
په پاى کې  محکومينو ته تفهيم شول چې په ټاکلې موده کې ددوى داستيناف
غوښتنې  حق خوندي  دى.         

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته