سیاست

دبهرنيو چارو وزارت ويندوى : په ايران کې دترافيکي پيښې دقربانيانو مړي به افغانستان ته وليږدول شي .

کابل _ باختر دوري اتلسمه :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت ويندوى وايي چې په تهران کې دافغانستان  دسفارت چارواکي له ايراني لوري سره په خبرو بوخت دي چې په دغه هيواد کې دپروني ترافيکي پيښې  دقربانيانو مړي افغانستان ته  وليږدول شي .
په هغې ترافيکي پيښه کې  چې دايران دزاهدان او کرمان ترمنځ سيمه کې رامنځته شوه پنځلس تنه افغان مهاجرين او درې تنه ايرانيان ووژل شول .
دباختراژانس خبريال خبر راکړ، دبهرنيوچارو وزارت ويندوى جانان موسى زي دغه راز په دې خبري کنفرانس کې وويل چې دافغانستان دولت د ډيورند له کرښې اخوادپاکستاني پوځيانو داستحکاماتو او تاسيساتو دجوړولو  په خاطر  سخته  انديښنه لري  او دغه انديښنه يې  له پاکستاني مقاماتو سره طرحه کړې ده او غوښتي يې دي چې دډيورند له کرښې اخوا دغه فعاليت چې دټولو نړيوالو قوانينو پرخلاف دي او دافغانستان دولت ته دمنلووړ نه دى ، بند کړي .
ده دغه راز  زياته کړه  چې سرحدي ځواکونه تل دتيارسى په حال کې دي او دهغوى تيارى په کومې خاصې موضوع پورې اړه نه لري .
موسى زي  دغه راز وويل چې ټاکل شوې ده دکابل اوواشنګټن دامنيتي تړون دلاسليک په باره کې  دخبرو څلورم پړاو په نږدې  راتلونکي کې پيل شي .
  ده دافغانستان او پاکستان ترمنځ دستراتيژيکي  تړون لاسليک دسولې دخبرو په لاره کې دپاکستان په صادقانه او عملي همکارۍ ، په بشپړه  توګه د ترانزيتي موافقه ليکونو ، دډار اچونې پرخلاف په مبارزې او په خپله خوښه دمهاجرينو په راستنولو پورې اړوند وباله .
ده په پاى کې وويل، دافغانستان دولت له هغو کسانو سره روغه جوړه کوي چې په افغانستان کې دسولې ، امنيت اوثبات پلويان وي له هغو کسانو سره چې دافغانستان د امنيت ، سولې او ثبات دښمنان وي دافغانستان دولت خپلو مبارزو ته دوام ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته