امنیت

دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول شو .

کابل باختر دتلي شپږمه :
په هلمند ولايت کې دپوليسو او دطالبانو ترمنځ نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دهلمند ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود اشنا د باختراژانس خبريال ته وويل ګډو افغان ځواکونو دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل  چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
داشنا دڅرګندونوله مخې  ددغې نښتې په بهير کې  دوسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته