امنیت

په کندهار کې د ناټو د تيلو دټانکرونو چاوديدل

کندهار باختر د وري ١٨

په کندهارولايت کې د پرله پسې څو چاودنو له امله د ناټو دتيلو څه نا څه شپږ ټانکرونه وچاوديدل او وسوځيدل

 دغه پيښه دپنجشنبې په ماښام دسپين بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې له هغې وروسته وشوه چې د ناټو په شپږو ټانکرونو کې ايښودل شوى بمونه وچول شول

 درارسيدلو خبرونو له مخې : ددغو شپږو ټانکرونو چلوونکى د چاودنې او اور لګيدنې له ا مله ټپيان شوي دي

د کندهار د والى ويندوى جاويد فيصل باختر اژانس ته وويل : طالبانو نښلونکى بمونه په ټانکرونو کې ځاى پرځاى کړي و

 فيصل زيا ته کړه : دغه بمو نه له لري واټن څخه کنتروليدل

دپا کستان له لارې د ناټو داکمالا تى ټانکرو نو را تګ تل خطرنا ک دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته