نړۍ

په کراچۍ کې څلور تنه تروريستان ووژل شول .

کراچي جيونيوز باختر د تلي لسمه :
  دپاکستان په کراچۍ ښار کې له پوليسو سره په نښته کې څلور تنه تروريستان ووژل شول او ددوي وسلې اوچاوديدونکي توکې دپوليسو لاسته ورغلي دي .
دباختر اژانس دخبر له مخې :  پوليسو دغه عمليات وروسته له خبريدو  دپيسو
په بدل کې ترسره کړي دي  .
په دې نښته کې ديوې ممنوعه ډلې څلور تنه تروريستان او دوه تنه پوليسان ټپيان شول  چې وروسته دممنوعه  ډلې تروريستو ټپيانو په  روغتون کې سا ورکړه .
ديوبل  خبر له مخې  :  دکراچي ښار  په سهراب کوټ  کې نن دلاسي بم دغورځيدو له امله يو پوليس ټپي شو .
په کراچۍ ښار کې نا آراميو اوعمدي وژنو له څو کلونو را په دې خوا زور اخستى دى  چې په کې په زرګونو تنوته مرګ ژوبله اوښتې  ده او حکومت  ونه شوي  کړاى  ددغو تاوتريخوالو مخه  ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته