امنیت

په هرات کې د چاودنې مخه ونيول شوه

 

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ١٧ :

په هرات ښارکې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه.

د هرات دملي امنيت مامورين وايي چې په هرات  ښارکې د يوماين له چاودنې څخه ټيک يو ساعت وروسته د يوبل ماين د چاودنې مخه يې نيولې ده.

ويل کيږي دغه ماين د وسله والوطالبانو له خوا دهرات ښار په يوه ګڼ ميشته لاره کې ايښودل شوى و .

دهرات دملي امنيت يوخبرځاى باخترآژانس ته وويل چې طالبانو د يوې چاودنې ته له سازمان ورکولو وروسته، غوښتل د دويم ماين په چولوسره د هرات ښار په يوه ګڼ ميشته لاره کې خونړۍ پيښه رامنځته کړې، خوبريالي نه شول.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ماين له کشفولو څخه ټينګ يو ساعت مخکې په هرات ښارکې د يوماين د چاودنې له امله دپوليسو يو سرتيرى ټپي شو.

دپوليسو دغه مامورين نن سهار دهرات ښار والۍ د ودانۍ په وړاندې دهغه ماين دچاودنې له امله چې شنډې کړي؛ ټپي شو.

دهرات دملي امنيت مامورين وايي چې دغه ماين دهرات ښارپه يوه ګڼ ميشته  لاره کې کشف او شنډکړى دى.

طالبان په افغانستان کې په ګڼ ميشتو لارو کې د ماينونو په ښخولو لاس پورې

کوي چې زياتره ملکي وګړي، په تېره بيا ښځې او ماشومان قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته